اکثره خلک یو ځل خامخا په ژوند کې له یوې سختې سره مخ کیږي. د سختې په حالت کې د هغو عکس العمل څه وي او د دې
سختې اثرات په مختلفو اشخاصو تر کومه پاتې کیږي. هغه تجربه چې تاسې د ژوند په اوږدو کې ترلاسه کړې، د سختو حالاتو
سره په مقابله کې رول لوبوي. په یو سخت حالت کې بحراني کیدل یو عادي عکس العمل دی. دا امر مهم دی چې په یاد یې ولرئ
چې عکس العمل ښه او خراب نه لري، هر شخص یو تر بله بدل دی. تاسې یواځې نه یاست او ستاسې لپاره مرستې شتون لري
چې تر لاسه یې کړئ.
له یوې جدي حادثې وروسته ممکنه ده چې شخص د احساساتو قوي چپې د اغېزې لاندې شي لکه خفګان، وارخطائي، ویره او
غصه یې په خپله لومه کې ونیسي. د حادثې په لومړي وختونو کې اکثره اشخاص دا احساس کوي چې دا حقیقت نه وو. د بعضو
وجود فزیکي عکس العمل ښایي او داچې وجود ارامه شي وخت نیسي. بعضې اشخاص د خوب ستونزې، ناراحتي، خفګان یا
ملامتیا او د شرم احساس پیدا کوي. دا نوموړي احساسات شدید وي او ممکنه ده چې لاړ او راشي. شخص بعضې وختونه په ځان
د اعتماد احساس هم کوي. دا یوه عادي خبره ده چې په داسې حال کې د شخص توجه خرابیږي، معلومات نشي ترلاسه کولی او
هغه کارونه چې په عادي وخت کې به په اسانۍ ترسره کیدل هغه وس سخت او بی خونده بریښي. نو ځکه دا مهمه ده چې یو
خاص وخت لپاره باید شخص خپل ځان او وجود سره ډیر مهربانه اوسي تر څو چې خپله موازېنه بیا ترلاسه کړي.
- له هغه کس سره نیږدې پاتې کېږئ چې تاسې ورسره د مصؤونیت احساس کوئ. په داسې وخت کې اهلي حیوان هم
مرسته کوي. که چیرې ددې امکان نه وي چې په فزیکي ډول له هغه کسانو سره چې تاسې غواړئ له هغو سره یو
ځاې اوسئ، پاتې شئ نو له ډیجټلي الاتو څخه کار واخلئ او فامیلي غړو، ملګرو، همکارانو یا نورو داسې اشخاصو
سره اړیکه ونیسئ چې ستاسو خوښیږي. - داسې فعالیتونه کوئ چې وجود اراموي. تاسې کولی شئ چې د ارامښت له میتودونو او یوګا څخه کار واخلئ. ډیر
هغه کسان چې سخت خفګان لري، پیاده مزل ورسره مرسته کوي. نور فعالیتونه دا کیدای شي چې په طبیعی ماحول
کې پاتې شئ، رسامي وکړئ، لاسي کارونه وکړئ، پخلی وکړئ، دهقاني وکړئ یا لنډه دا چې هغه څه چې تاسې سره
مرسته کوي هغه وکړئ. هغه فعالتیونه چې په داسې حالت کې تاسې ته ارامښت او مصؤونیت درکوي هغه په نښه
کړئ، او کوښښ وکړئ چې هماغه فعالیتونه ډیر ترسره کړئ. - کوښښ وکړئ چې بعضې عادتونه دوامداره وساتئ لکه پیاده مزل یا د سهار ناشته همیشه کول. که تاسې پخپله د کوم
کار حوصله نه لرئ نو له نورو اشخاصو مرسته واخلئ. - هغه کسانو سره د خپل زړه حالت شریک کړئ چې تاسو پرې باور لرئ او دا ورته بیان کړئ چې په فعلي وخت کې
ستاسو حالت ښه نه دی. که چیرې تاسې ته ښکاري چې د نوموړې حادثې په اړه خبرې کول حالت خرابوي نو د
خبرو پر مهال قصه محدوده کړئ. په تاسې ددې مسؤولیت نشته چې هر چاته ټوله قصه وکړئ. که درته مناسبه
ښکاري نو کولی شئ چې خپل احساس د ورځنۍ واقعاتو په کتابچه کې ولیکئ. - هر هغه څه چې تاسې د فشار لاندې راولي هغه عمل محدوده کړئ. د بېلګې په توګه د پېښو په اړه د خبرونو راپور یا
د ویډیو لیدل یا بیا بیا د یوې حادثې اوریدل. - دا مهمه ده چې د نوي فشار پرمهال ځان ته وخت او پاملرنه وکړئ. ځان ته دا ډاډ ورکوئ چې سخت وخت همیشه نه
وي او دا احساس په ژوند کې ځي راځي. خپل ځان سره داسې چلند وکړئ لکه خپل نیږدې ملګري سره یې چې کوئ. - که تاسې چېرې خپل علکس العمل په اړه ناراحته یاست، یا وجودي درد لرئ یا د خپلو اړیکو پرته نورو مرستو ته
اړتیا لرئ نو مسلکي مرسته ولټوئ. که تاسې په هغه چا چې تاسې ته مسلکي مرسته درکوي اعتبار نه لرئ نو خپل
ډاکټر، نرس، روانشناس یا مشاور بدل کړئ. که چیرې ډیر خراب احساس لرئ نو له نورو څخه مرسته ترلاسه کړئ.
- که ستاسې سره ماشومان وي نو په سخت وخت کې کوښښ وکړئ چې هغوې ته د مصؤونیت احساس ورکړئ. د
ماشومانو عاجلو حاجتونو ته متوجه اوسیږئ. دې ته پام ونیسئ چې د ماشوم خوب، غذا، او مایعات پوره کیږي او
ورسره دې ته هم پام کوئ چې د هغو فزیکي فعالیتونه تر کافي حده پوره کیږي. - کوښښ وکړئ چې په سخت حالت کې د ژوند معمولات پر خپل ځاې پاتې وي، ځکه چې معمولات ترسره کول د
نورمال والي نښه ښایې او د دې لپاره یو مهم عمل دی چې ژوند ارام او متوازن کړي. - د ماشوم لپاره وخت پیدا کوئ او د ماشوم عمر ته په لیدو سره د هغې د پښتنو اساسي جواب ورکوئ.
- له ماشومانو سره یو ځاې اوسیږئ او ماشومانو ته دا احساس ورکوئ چې تاسې د هغو لپاره له هغو سره یاست. ډیر
امور یوځاې تر سره کوئ لکه: بال سره لوبه، لوستل، لوبه یا رسامي. - هغه څه چې د ماشوم د ویرې سبب ګرځي لکه خبرونه، خراب عکسونه یا د یوې حادثې په اړه خبرې کول، نو دا هر
څه محدوده کړئ. - ماشومانو ته ډیره غاړه ورکوئ، ډیر وخت یې په غاړه کې نیسئ او پریږدۍ یې چې په زنګونونه باندئ کیني.
هغه څوک چې له نیږدې شخص یا ناشنا شخص له لورې د زیادتۍ ښکار شوی وي، د جرم ګواه وي یا د زیادتۍ ښکار شوي
شخص نیږدې کس یا خپلوان وي، نو د داسې اشخاصو لپاره د جرګه مارو او زیادتۍ ښکار شوو خلکو مرکز د کمکي غونډې او
د بحران د اثراتو له مینځه وړولو لپاره کوښښونه مساعدوي. تاسې تل کولی شئ چې موږ ته راشئ که مو پولیس ته عریضه
وړاندې کړي وي او که نه. ستاسې هویت به پټ پاتې کیږي. هر ډول مرسته مفته ده او تاسې کولی شئ چې د خپلې ژبې د
ترجمان تقاضا هم وکړئ.
رسمي ورځو کې د ورځې له خوا تاسې کولی شئ چې د جرګه مارو او زیادتۍ ښکار شوو خلکو مرکز سره د ترجمان د نیولو
لپاره اړیکه ونیسئ.:
ټیلیفون: 040-34 92 92
ایمیل: brottsutsatt.asf@malmo.se
که تاسې په مالمو ښار کې ژوند کوئ او له یو نیږدې شخص له لورې د زیادتۍ، تهدید او یا ذلت ښکار یاست نو د بحران مرکز
سره په اړیکه کې شئ. دا مرستې د هغه چا لپاره هم دي چې په خرابو اړیکو کې ژوند کوي یا یې کړی دی یا هغه ماشومان چې
په کور کې د زیادتي لیدونکي دي. تاسې د بحران مرکز سره د مرستې لپاره هغه مهال هم اړیکه نیولی شئ که چیرې ستاسو په
فامیل کې تاسې د غصې، تهدید، وهلو، ذلیله کیدو یا ویرولو ښکار شئ. هر ډول مرسته مفته ده او تاسې کولی شئ چې د خپلې
ژبې د ترجمان تقاضا هم وکړئ.
رسمي ورځو کې د ورخې له خوا د ترجمان نیولو لپاره د بحران مرکز سره اړیکه ونیسئ:
ټیلیفون: 07 06 97-040
ایمیل: kriscentrum.samtal@malmo.se
هغه کسان چې په مالمو کې ژوند کوي او د یو تهدید لاندې دي او یا غواړي چې جرایم پریږدي نو کولی شي چې د مالمو
مشاورتي ټیم څخه مرستې ترلاسه کړي.
رسمي ورځو کې د ورخې له خوا د ترجمان نیولو لپاره د مشاورتي ټیم سره اړیکه ونیسئ:
ټیلیفون: 50 05 34-040
ایمیل: konsultationsteamet@malmo.se
ټولنیزو خدماتو عاجل مرکز ټولو هغه قضیو ته لاس رسی کوي چې د رسمیاتو څخه وروسته پیښیږي یعنې کله چې د ټولنیزو
خدماتو عادي اداره بنده وي، یا شپه وي او یا دا چې د رخصتۍ ورځې وي. عاجله قضیه دا کیدای شي لکه په کور کې زیادتی، د
ماشوم لپاره عاجله ناراحتي چې ښه عواقب ونه لري یا د معتادینو سره مشکل. تاسې کولی شئ چې د ټولنیزو خدماتو عاجل مرکز
سره د معلوماتو لاس ته راوړلو، مشاورت او مرستیزې غونډو په موخه هم اړیکه ټینګه کړئ. هر ډول مرسته مفته ده او تاسې
کولی شئ چې د خپلې ژبې د ترجمان تقاضا هم وکړئ.
د ټولنیزو خدماتو عاجل مرکز سره د عاجلو قضیو پر مهال د ماښام، شپې او رخصتیانو په وخت کې اړیکه ونیسئ:
ټیلیفون: 78 56 34-040
د ابتدائیه روغتیایي پاملرنې شمیره، د سکونې ساحه، د خپل صحي مرکز تقاضا وکړئ، شمیره: 00 30 309-044
1177 د روغتیایی پاملرنې لارښود، ټیلیفون: 1177
د مشرانو رواني مرکز، د سکونې ساحه، ټیلیفون شمېره: 00 53 33-040
ماشوم او ځوانانو د روانشناسۍ کلینیک، د سکونې ساحه، ټیلیفون: 20 20 51-020
د جنایت قربانیو عاجل مرکز، که تاسې چیرې د جرم ښکار شوي یاست. ټیلیفون شمېره: 006 116
ټیرافیم، که تاسې چیرې له نیږدو اشخاصو له اړخه د زیاتۍ ښکار شوي یاست. ټیلیفون شمېره: 10 10 52-020
بریس، که تاسې د یو مشر په حیث د هغه ماشومانو او ځوانانو په اړه چې عمرونه یې تر 71 کالو وي، پوښتنه لرئ. ټلیفون
شمېره: (یواځې عربی) 00 09 448-077
بریس، عاجله شمېره، چټ او او د ماشوم په هکله انلاین مشاورتی غونډه. ټیلیفون: 111 116
که چیرې بیړنی وي
که چیرې حالت تر دې حده بیړنی شي چې تاسې ونکړی شئ هغه حالت تحمل کړئ یا دا چې د ځان وژنې فکر یا پلان مو په
مغزو کې جوړیږي، نو هغه مهال 112 ته زنګ ووهئ. دی نه علاوه هغه مهال هم دې شمېرې ته زنګ ووهئ کله چې ستاسې
کوم نیږدې کس ښه نه وي او یا هغه کس د ځان یا د بل شخص لپاره د جدي خطرې باعث ګرځیدی شي.