$left
$middle
Malmö stad och många andra organisationer erbjuder krisstöd för Malmöbor.

د هغه چا لپاره چې له یوې جدي پېښې سره مخ شوی وي

اکثره خلک یو ځل خامخا په ژوند کې له یوې سختې سره مخ کیږي. د سختې په حالت کې د هغو عکس العمل څه وي او د دې سختې اثرات په مختلفو اشخاصو تر کومه پاتې کیږي. هغه تجربه چې تاسې د ژوند په اوږدو کې ترلاسه کړې، د سختو حالاتو سره په مقابله کې رول لوبوي. په یو سخت حالت کې بحراني کیدل یو عادي عکس العمل دی. دا امر مهم دی چې په یاد یې ولرئ چې عکس العمل ښه او خراب نه لري، هر شخص یو تر بله بدل دی. تاسې یواځې نه یاست او ستاسې لپاره مرستې شتون لري چې تر لاسه یې کړئ.

که چیرې بیړنی وي

که چیرې حالت تر دې حده بیړنی شي چې تاسې ونکړی شئ هغه حالت تحمل کړئ یا دا چې د ځان وژنې فکر یا پلان مو په مغزو کې جوړیږي، نو هغه مهال 112 ته زنګ ووهئ. دی نه علاوه هغه مهال هم دې شمېرې ته زنګ ووهئ کله چې ستاسې کوم نیږدې کس ښه نه وي او یا هغه کس د ځان یا د بل شخص لپاره د جدي خطرې باعث ګرځیدی شي.

Kontaktinformation och länkar

ps