راشئ راشئروغتیا د ټولو لپاره

د روغتیا په نوم، د کورنۍ ورځې ته ښه راغلاست
د دویم ډول شکرناروغي یوه عامه ناروغي ده

د صحتمند کیدو لپاره، تاسو خپله ډير شیان کولی شئ

راشئ، د کمون او روغتون له کارکوونکو سره وګورئ، موږ به درته نور معلومات درکړو

د سپتمبر ۲۳، د سهار له ۱۱:۰۰ د ماسپښين تر ۲:۰۰ بجو پورې

ادرس: Rosengårdsskolan, von Rosens väg 43

داخلېدل وړیا دي او له مخکې نوم ثبتولو ته ضرورت نه شته

د تفریح لپاره موسیقي هم شته

داخلېدل وړیا دي او له مخکې نوم ثبتولو ته ضرورت نه شته

د یلاتراپا خوندور او صحي خواړه هم و څکئ

په لوړ اواز کتاب لوستل او د ایف سي روسینګورډ سره فوټبال شته

د ماشومانو لپاره زیری او سرپرایز شته

د دویم ډول شکر ناروغۍ - لارښوونې

د شکرناورغۍ نرسه تانیا مارکیسټول ستاسو پوښتنې ځوابوي

دویم ډول شکر ناروغي څه شی دی؟

دویم ډول شکر ناروغي، هغه ناروغي ده په کومه کې چې بدن د انسولینو پر وړاندې حساس کېږي. انسولین هغه هورمون ته وایي چې په وینه کې د خوږو اندازه تنظیموي. د شکر ناروغۍ نښې واضحې نه وي ځکه چې دا مرض د وخت په تېرېدو سره ډيرېږي. ستړتیا، ډيره تنده او همېشه تشې میتیازې کول، د شکرناروغۍ نښې ګڼل کېدی شي. په وینه کې د خوږو لوړه اندازه د وخت په تېرېدو سره د بدن په نورو برخو لکه، زړه او سترګو کې د ناروغی سبب ګرځي.

آیا د شکرناروغۍ دمخنیوی لپاره خپله څه کولی شو؟

د شکرناروغي د انسان د ارث او عادتونو سره کلک تړاو لري. ورځني عادتونه ستاسو په اختیار کې دي، د خپلو عادتونو په بدلولو سره، په شکرناروغۍ د اخته کیدو خطر کمولی شئ. زه عموماً وړاندیز کوم چې له وړو تغیراتو څخه پیل وکړئ. که تاسو بدني فعالیت لکه ورزش، یا داسې کار چې په هغه کې بدن ډير فعال وي، نه کوئ، نو هر ورځ لس دقیقې مزل وکړئ. ورځنی فزیکي فعالیت ډير مهم دی او ډیرزیات ارام کیناستل او فعالیت نه کول، زموږ لپاره ښه نه دي. د خوړو په اړه باید ووایو چې، هغه مغذي خواړه، وخورئ چې ستاسو خوښېږي. ډيره بوره لرونکي شیان لکه کلچې-کیکونه، چاکلیت او ایسکریم د بدن لپاره ضرور نه دی. له خپل ژونده یو عمومي تصور پیدا کړئ او د ښه کیدواو خوشاله اوسېدو لپاره په ژوند کې تعادل وساتئ. تشویش، سترس یا ذهني فشار او بې خوبي، په بدن کې د تشویش هورمونونو اندازه ډيروي او په دې سره په شکرناروغۍ د اخته کیدو خطر ډیرېږي. ډير خلک د تشویش، ذهني فشار او بې خوبۍ برخه هېروي او فکر کوي چې یواځې د خوړو بدلول او سپورت کول کافي دي.

که دویم ډول شکرناروغي لرو، باید څه شي ته پام وکړو؟

ډاکټر او د شکرناروغۍ نرسه باید ستاسو د شکرناروغي په منظم ډول وڅاري. د دویم ډول شکرناروغۍ علاج په درملو او د ورځنیو عادتونو په بدلولو سره کېږي. ستاسو د روغتیا او نورو ناروغیو څخه د مخنیوي لپاره، درمل خوړل او د ورځينو عادتونو بدلول، دواړه یو برابر اهمیت لري. که په ژوند کې تغیراتو ته ضرورت لرئ، نو لومړی باید له هغه څه شروع وکړئ، چې بدلول یې اسانه وي. له یو ډول نه، یو ډول بدني فعالیت څخه شروع وکړئ. د مثال لپاره د لیفټ پرځای په زینو کې لاړ شئ. صحي او خوندورو خوړو باندې ځان موړ کړئ. د خپلې روغتیا په اړه یو ځل فکر وکړئ، او کوښښ وکړئ چې داسې یو متعادل ژوند وکړئ چې تاسو ته مناسب ښکاري او تاسو په کې خوشاله و اوسئ.

د تانیا د مشورو خلاصه

  • که چیرته ویره لرئ چې ناروغه کېږئ، یا دویم ډول شکرناروغۍ ته ورته علامې درکې ښکاري نو خپل نژدې روغتیایي مرکز سره اړیکه ونیسئ.
  • خواړه، بدنی فعالیت، ښه خوب کول او ذهني ارامي، د دویم ډول شکرناروغۍ د مخنیوي مهم عوامل دي.
  • په خپل ژوند کې له وړو او ستاسو د وس برابرو بدلونونو څخه شروع وکړئ.
  • ښه او مغذي خواړه وخورئ. د خوږو او بورې اندازه کمه کړئ. فول کورن یا سبوس لرونکې غلې دانې، ماهیان او صدف (سمندري خواړه) میوې او سبزي، دال، لوبیا او د کمو غړولرونکي لبنیات وخورئ. د زیتون او سلجمو(رپس اولیا) له غوړیو څخه استفاده وکړئ.
  • بدني فعالیت مو زیات کړئ، حتی یو کوچنی تغیر هم ډير تاثیر لري. لس دقیقې مزل، له هیڅ مزل نه کولو څخه ډير ښه دی.
  • په خپل ژوند کې داسې توازن پیدا کړئ چې بشپړه روغتیا ومومئ. که دا درته سخته ښکاري، د مرستې لپاره، خپل نژدې روغتیايي مرکز سره په اړیکه کې شئ.

د دویم ډول شکر ناروغۍ په خلاف مالمو قوي کېږي

د دویم ډول شکرناروغي په نړۍ کې په چټکۍ سره ډيرېږي او په مالمو کې په شکرناروغۍ د اخته کیدو تعداد په اتو کلونو کې څلور برابره ډير شوی دی. د دې مشکل سره د مقابلې لپاره مالمو حکومتي اداره د CCD یا د ښارونو شکرناروغۍ بدلولو ادراې کې شامله شوې او د پوهې د شریکولو لپاره د نورو ښارونو، مالمو پوهنتون، نوو نورډیک او د سکونې له زون سره یې تړون کړی دی.

ps