ټولنیز معرفت (Samhällsorientering på pashto)
ټولنیز معرفت یو کورس دی چې د هغو کسانو لپاره جوړ شوی چې نوي سویدن ته راغلي وي. دا کورس تاسو ته په مالمو کې د ښه پیل لپاره مهم معلومات درکوي.
څنګه د ټولنیز معرفت کورس ته نوملیکنه وکړئ
تاسو کولی شئ د کال په هر وخت کې دې کورس ته نوملیکنه وکړئ. د نوملیکنې لپاره کوم وروستۍ نېټه نشته.
د انټرنټ له لارې نوملیکنه
شما میتوانید به شکل دیجیتال از طریق خدمات ما ثبتنام کنید. بعد از ارسال ثبتنام، ما با شما تماس میگیریم و پیشنهاد اشتراک در کورس را میدهیم.
د انتیګریشن مرکز کې نوملیکنه
تاسو کولی شئ د ټولنیز معرفت لپاره د انتیګریشن مرکز ته لاړ شئ او هلته نوملیکنه وکړئ.
د ټولنیز معرفت کورس په اړه
په دې کورس کې تاسو د خپلو حقونو او مسؤلیتونو، د سویدن دموکراسۍ او د ټولنې د جوړښت په اړه معلومات ترلاسه کوئ.
دا کورس همداراز د ورځني ژوند عملي موضوعات رانغاړي، لکه د کار او زدهکړې مسائل، استوګنه، روغتیا او روغتیایي خدمات، ماشومان او کورنۍ. کورس په هغه ژبه وړاندې کېږي چې تاسو پرې پوهېږئ یا ستاسو مورنۍ ژبه وي. تاسو کولی شئ واورئ، پوښتنې وکړئ او بحث وکړئ. د ټولنیز معرفت کورس وړیا دی!
دا زدهکړه د هر شخص د اړتیاوو او شرایطو له مخې تنظیمېږي. تاسو کولی شئ دا کورس له کار، فعالیتونو، ملاتړیو پروګرامونو او نورو زدهکړو لکه SFI سره یو ځای تعقیب کړئ.
څوک کولی شي دا کورس ولولي؟
ټولنیز معرفت د هغو کسانو لپاره دی چې عمر یې د ۱۸ او ۶۶ کلونو ترمنځ وي او تازه یې د سویدن اقامت ترلاسه کړی وي.
دا کورس په څلورو برخو وېشل شوې ده
ټولنیز معرفت لږ تر لږه ۱۰۰ ساعته دوام لري او معمولا په څلورو برخو وېشل شوی وي. کورس یا د Komvux مرکز کې د Kungsgatan 44 په پته ترسره کېږي یا له لارې یې د Teams اپلیکیشن سره انلاین وړاندې کېږي (ځینې حتمي درسي جلسې به په ښوونځي کې حضوري وي). کورسونه د سهار، غرمه، او ماښام په وختونو کې موجود دي.
تاسو ته ممکن پراخ ټولنیز معرفت هم وړاندې شي، چې پکې نور موضوعات لکه د زدهکړې لیدنې، د والدینو روزنه، د خبرو اترو حلقې، او نور هم شامل وي.
لومړۍ برخه
لومړۍ برخه (۳۰ ساعته) کې د سویډن د تاریخ، هستوګنې، ګډون او امنیت په اړه معلومات شامل دي.
محتوا:
- د کورس پېژندنه
- د سویډن تاریخ، سویډن – یو دموکراتیک او قانونپال هیواد
- د بشري حقونو پر بنسټ د هوساینې دولت رامنځته کېدل
- انسان او دولتي ادارې
- سویډن ته کډوالېدل
- پېژندنه او کلتور
- خلک څنګه ژوند کوي؟
- هستوګنه او امنیت
- د موټر چلولو جواز او د ترافیکو قوانین
- ستاسو امنیت او د پولیسو رول په ټولنه کې
- کلتور او تفریح، کتابتون
- انسان او چاپېریال
دویمه برخه
دویمه برخه (۲۷ ساعته) کې د ځان بسیا کېدو، زده کړې، حقونو او مسؤولیتونو په اړه معلومات شامل دي.
محتوا:
- په سویډن کې د کار بازار
- د کار لټون او شخصي کاروبار پیلول
- د لویانو لپاره زده کړې
- د زده کړې او مسلکي مشورې خدمتونه
- د ژبې زده کړه
- ستاسو د ورځني ژوند ټولنیز خدمتونه
- ستاسو اقتصاد
- بشري حقونه څه دي؟
- د ښځو حقونه او د جنسیتي برابرۍ
- د کورني تاوتریخوالي او د مرستې او ملاتړ لارې
- د معلولیت لرونکو کسانو حقونه
- LGBTQI+ټولنه او ملي اقلیتونه
- د مذهب ازادي، تبعیض
- ټولنیزې نورمې او ټولنیز چلند
دریمه برخه
دریمه برخه (۱۸ ساعته) کې د کورنۍ جوړولو، له ماشومانو سره د ژوند کولو او په سویډن کې د اغېز ښودلو په اړه معلومات شامل دي.
محتوا:
- د ماشومانو حقونه او د ماشوم د حقونو کنوانسیون
- کورنی ژوند
- که کورنۍ ته ملاتړ ته اړتیا وي – ټولنیز خدمتونه
- د سویډن ښوونیز سیستم
- دموکراسي څه ده؟
- سویډن څنګه اداره کیږي
- د معلوماتو د سرچینو ارزونه (انتقادي لیدل)
څلورمه برخه
څلورمه برخه (۲۷ ساعته) کې د روغتیايي خدمتونو، د خپل صحت پالنه، او په سویډن کې د زړښت په اړه معلومات شامل دي.
محتوا:
- صحت څه شی دی؟
- مهاجرت او صحت
- کله چې ناروغ شئ څه باید وکړئ؟
- د روغتیايي خدمتونو موندل، او د ناروغ او ډاکټر ترمنځ حقوق او مسؤولیتونه
- ANDTS (الکول، نیکوتین، مخدرات، نشهور درمل او قمار)
- د غاښونو صحت
- SRHR (جنسي او باروري روغتیا او حقوق)
- د نارینهوو صحت
- د ښځو صحت
- د زړو کسانو لپاره ټولنیز خدمات، او کله چې څوک وفات شي
- د کورس پای – د چای/کافي او ارزونې سره
له زدهکړې وروسته
له کورس څخه د فراغت وروسته، که تاسو لږ تر لږه ۸۵٪ ګډون درلودی، یو تصدیقلیک به ستاسو کور ته واستول شي.
تاسو تل دا فرصت لرئ چې خپل کورس بشپړ کړئ. که اړتیا لرئ، له موږ سره اړیکه ونیسئ!
موږ سره اړیکه ونیسئ
بریښنالیک: samhallsorientering.gvf@malmo.se
د لیدو پته: Kungsgatan 44
Linda Axmarker
Rektor
بریښنالیک: linda.axmarker@malmo.se
مبایل: 0729822862
Minka Huskic
Utvecklingssamordnare
بریښنالیک: minka.huski@malmo.se
مبایل: 0708318704
Susan Rafati
Administratör
بریښنالیک: susan.rafati@malmo.se
مبایل: 0733237720
Sidan senast uppdaterad: