د جرم د قربانیانو لپاره ملاتړ
د جرم د قربانیانو او د منځګړتوب مرکز هغو کسانو ته مشورتي خبرې اترې او د بحراني حالت څخه د وتلو لارې چارې موندلو په برخه کې مرسته وړاندې کوي چې د جرم قرباني شوي وي، د جرمونو شاهدان وي او یا هم د جرم د قربانیانو اقارب وي. تاسو کولای شئ چې پرته له دې چې تاسو پولیسو ته اطلاع ورکړې ده او که نه، موږ ته مراجعه وکړئ.
موږ لاندې خدمتونه وړاندې کوو
- هغو کسانو سره مرسته چې د اقارب یا نامعلوم وګړي لخوا د جرم ښکار شوي وي
- د جرم شاهدانو او د کورنۍ غړو سره لازمه مرسته
- د مختصرو خبرو اترو له لارې د بیړني بحراني حالت سمبالښت او اداره
- د خطر او ځان ساتنې په اړه خبرې اترې
- د قانوني پروسې په دوران كې لازم معلومات او ملاتړ
- د یو جرم ښکار ګرځېدو وروسته اړونده چارواکو سره اړیکه نیولو کې لازمه لارښوونه او مرسته
- پولیسو ته اطلاع ورکولو معنی او پایلو په هکله سلامشوره او مرسته
هر انسان په مختلف ډول غبرګون ښایي
کله چې یو کس د جرم قرباني وګرځي نو د خوب تښتېدل، د اشتها کمېدل او یا د ناخوندیتوب او ډار احساس یې عادي غبرګونونه وي. خو ټول انسانان په مختلف ډول غبرګونه ښکاره کوي او ټول غبرګونونه نورمال دي. دې ته له پامه پرته چې تاسو کوم ډول غبرګون سره مخ یاست، موږ د لازمې مرستې لپاره ستاسو په خدمت کې یو.
موږ سره اړيکه ټینګه کړئ
د جرم د قربانیانو د ملاتړ او منځګړتوب مرکز
برېښنالیک: brottsutsatt.asf@malmo.se
د ټیلیفون شمېره: 040-34 92 92
د ټیلیفون وختونه:
Måndag, onsdag och torsdag klockan 09.00–16.00. Tisdag klockan 09.00–18.00. Fredag klockan 09.00–13.30. Lunchstängt varje dag klockan 12.00–13.00.
Övrig tid, kontakta social jour på 040-34 56 78. De har öppet vardagar klockan 16.00–08.00. Lördag, söndag och helgdag kan du ringa dygnet runt.
Vid livshotande situation, kontakta polisen.
Sidan senast uppdaterad: