$left
$middle

د بحران پر مهال عادي عکس العمل

له یوې جدي حادثې وروسته ممکنه ده چې شخص د احساساتو قوي چپې د اغېزې لاندې شي لکه خفګان، وارخطائي، ویره او غصه يې په خپله لومه کې ونیسي. د حادثې په لومړي وختونو کې اکثره اشخاص دا احساس کوي چې دا حقیقت نه وو. د بعضو وجود فزیکي عکس العمل ښايي او داچې وجود ارامه شي وخت نیسي. بعضې اشخاص د خوب ستونزې، ناراحتي، خفګان یا ملامتیا او د شرم احساس پیدا کوي. دا نوموړي احساسات شدید وي او ممکنه ده چې لاړ او راشي. شخص بعضې وختونه په ځان د اعتماد احساس هم کوي. دا یوه عادي خبره ده چې په داسې حال کې د شخص توجه خرابیږي، معلومات نشي ترلاسه کولی او هغه کارونه چې په عادي وخت کې به په اسانۍ ترسره کیدل هغه وس سخت او بی خونده بریښي. نو ځکه دا مهمه ده چې یو خاص وخت لپاره باید شخص خپل ځان او وجود سره ډیر مهربانه اوسي تر څو چې خپله موازېنه بیا ترلاسه کړي.

ps