$left
$middle

د هغه کسانو لپاره مشوره چې په بحران کې وي

  • له هغه کس سره نیږدې پاتې کېږئ چې تاسې ورسره د مصؤونیت احساس کوئ. په داسې وخت کې اهلي حیوان هم مرسته کوي. که چیرې ددې امکان نه وي چې په فزیکي ډول له هغه کسانو سره چې تاسې غواړئ له هغو سره یو ځاې اوسئ، پاتې شئ نو له ډیجټلي الاتو څخه کار واخلئ او فامیلي غړو، ملګرو، همکارانو یا نورو داسې اشخاصو سره اړیکه ونیسئ چې ستاسو خوښیږي.
  • داسې فعالیتونه کوئ چې وجود اراموي. تاسې کولی شئ چې د ارامښت له میتودونو او یوګا څخه کار واخلئ. ډیر هغه کسان چې سخت خفګان لري، پیاده مزل ورسره مرسته کوي. نور فعالیتونه دا کیدای شي چې په طبیعی ماحول کې پاتې شئ، رسامي وکړئ، لاسي کارونه وکړئ، پخلی وکړئ، دهقاني وکړئ یا لنډه دا چې هغه څه چې تاسې سره مرسته کوي هغه وکړئ. هغه فعالتیونه چې په داسې حالت کې تاسې ته ارامښت او مصؤونیت درکوي هغه په نښه کړئ، او کوښښ وکړئ چې هماغه فعالیتونه ډیر ترسره کړئ.
  • کوښښ وکړئ چې بعضې عادتونه دوامداره وساتئ لکه پياده مزل یا د سهار ناشته همیشه کول. که تاسې پخپله د کوم کار حوصله نه لرئ نو له نورو اشخاصو مرسته واخلئ.
  • هغه کسانو سره د خپل زړه حالت شریک کړئ چې تاسو پرې باور لرئ او دا ورته بیان کړئ چې په فعلي وخت کې ستاسو حالت ښه نه دی. که چیرې تاسې ته ښکاري چې د نوموړې حادثې په اړه خبرې کول حالت خرابوي نو د خبرو پر مهال قصه محدوده کړئ. په تاسې ددې مسؤولیت نشته چې هر چاته ټوله قصه وکړئ. که درته مناسبه ښکاري نو کولی شئ چې خپل احساس د ورځنۍ واقعاتو په کتابچه کې ولیکئ.
  • هر هغه څه چې تاسې د فشار لاندې راولي هغه عمل محدوده کړئ. د بېلګې په توګه د پېښو په اړه د خبرونو راپور یا د ویډیو لیدل یا بیا بیا د یوې حادثې اوریدل.
  • دا مهمه ده چې د نوي فشار پرمهال ځان ته وخت او پاملرنه وکړئ. ځان ته دا ډاډ ورکوئ چې سخت وخت همیشه نه وي او دا احساس په ژوند کې ځي راځي. خپل ځان سره داسې چلند وکړئ لکه خپل نیږدې ملګري سره یې چې کوئ.
  • که تاسې چېرې خپل علکس العمل په اړه ناراحته یاست، یا وجودي درد لرئ یا د خپلو اړیکو پرته نورو مرستو ته اړتیا لرئ نو مسلکي مرسته ولټوئ. که تاسې په هغه چا چې تاسې ته مسلکي مرسته درکوي اعتبار نه لرئ نو خپل ډاکټر، نرس، روانشناس یا مشاور بدل کړئ. که چیرې ډیر خراب احساس لرئ نو له نورو څخه مرسته ترلاسه کړئ.
ps