$left
$middle

په ماشومانو فکر وکړئ

  • که ستاسې سره ماشومان وي نو په سخت وخت کې کوښښ وکړئ چې هغوې ته د مصؤونیت احساس ورکړئ. د ماشومانو عاجلو حاجتونو ته متوجه اوسیږئ. دې ته پام ونیسئ چې د ماشوم خوب، غذا، او مایعات پوره کیږي او ورسره دې ته هم پام کوئ چې د هغو فزیکي فعالیتونه تر کافي حده پوره کیږي.
  • کوښښ وکړئ چې په سخت حالت کې د ژوند معمولات پر خپل ځاې پاتې وي، ځکه چې معمولات ترسره کول د نورمال والي نښه ښايې او د دې لپاره یو مهم عمل دی چې ژوند ارام او متوازن کړي.
  • د ماشوم لپاره وخت پیدا کوئ او د ماشوم عمر ته په لیدو سره د هغې د پښتنو اساسي جواب ورکوئ.
  • له ماشومانو سره یو ځاې اوسیږئ او ماشومانو ته دا احساس ورکوئ چې تاسې د هغو لپاره له هغو سره یاست. ډیر امور یوځاې تر سره کوئ لکه: بال سره لوبه، لوستل، لوبه یا رسامي.
  • هغه څه چې د ماشوم د ویرې سبب ګرځي لکه خبرونه، خراب عکسونه یا د یوې حادثې په اړه خبرې کول، نو دا هر څه محدوده کړئ.
  • ماشومانو ته ډیره غاړه ورکوئ، ډیر وخت یې په غاړه کې نیسئ او پریږدۍ یې چې په زنګونونه باندئ کیني.
ps